د پیسو نړیوال وجهي صندوق پاکستان د شپږ هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی، چې سږ کال له سختو شخړو سره مخامخ دي. د ای ایم ایف مسوولینو په خبره د شخړو او سختو اقتصادي پالیسیو له کبله د دې هېوادونو اقتصادي وضعیت اغېزمن کېدای شي. دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د ای ایم ایف د پور ورکولو پروګرام کې شامل دی. د پیسو نړیوال وجهي صندوق په راپورکې د پاکستان اقتصادي وضعیت په هکله ځینې وړاندوینې هم شوې دي او د دې تر څنګ دغه هېواد د عراق، سوریې، صومالیې، سوډان او یمن تر څنګ د هغو هېوادونو په لیست کې شامل کړی چې د ای ایم ایف په وینا له سختو شخړو سره لاس او ګرېوان دي.