یو شمېر امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ټنسي ایالت په ممفیس ښار کې د سړک پر غاړه پر یوه ډله خلکو د وسلهوال برید له امله دوه تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. د دې پېښې د عواملو او انګېزې په اړه لا بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي. د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د امريکا په بېلا بېلو ښارونو کې وسلهوال بریدونه او جنايي جرمونه ډېر شوي دي.