د ایران ولسمشر ویلي چې د تهران او اسلاماباد ترمنځ د سوداګرۍ کچه به لس مېلیارد ډالرو ته لوړه شي. ابراهیم رییسي اسلاماباد ته په سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په یوې ګډه خبري غونډه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اوسنۍ کچه د منلو نهده او موږ په لوړه کچه د اړیکو پياوړتیا ته ژمن یو.