د بلوچستان په لورلايي کې د پولیسو انسپکټرجنرل پر مرکزي دفتر برید کې نهه پولیس وژل شوي او ۲۱ کسان ټپیان دي. د لورلايي پولیس چارواکو په وینا برید هغه مهال وشو، چې پولیسو ته د نویو سرتېرو جلب او جذب دفتر مخې ته خلک کتار کې ولاړ وو. د بلوچستان کورنیو چارو ایالتي وزیر میر ضیاالله لانګو ویلي، یوه بریدګر دروازه کې په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړه او دوه نور ودانۍ ته ننوتل. د وزیر په خبره برید کې نهه پولیس وژل شوي دي. د نوموړي په وینا وروسته دواړه بریدګر د پولیسو په ځوابي ډزو کې ووژل شول. د لورلايي پولیسو په وینا برید کې له ۲۱ ډېر کسان ټپیان شوي دي، چې پولیس هم پکې شامل دي. رپوټونه وایي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي او د یو شمېر ټپیانو وضعیت ښه نه دی. پاکستاني طالبانو ویلي، دغه برید دوی کړی دی. روانه میاشت دا په یاده سیمه کې د سخت دریځو دویم برید دی.