د امریکا دفاع وزارت ویلي پلان لري چې د شمالي مرکزي افریقا په لویې وچه کې د پروت هېواد چاد څخه خپل سرتیري وباسي. امریکا په چاد کې شاوخوا ۱۰۰ سرتیري لري چې د افریقا په لویدیځ کې د سخت دریځو ډلو په خلاف مقابله کوي. د پنټاګان ویاند، تورنجنرال پیټریک رایډر په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د افریقا لپاره د امریکا د پوځ قومانداني پلان لري د چاد څخه د امریکایي ځواکونو ځای بدل کړي او دا چې د ځینو سرتیرو د وتلو لپاره مهال ویش لا له وړاندې ټاکل شوی. جنرال رایډر همدارنګه ویلي، چې د چاد څخه د امریکايي سرتیرو ایستلو پریکړه لنډمهالې ده او زیاته یې کړه چې د دې هیواد سره د امریکا د امنیتي همکارۍ د ارزونې له مخې شوې چې ټاکل شوې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال پیل شي.