امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې تېره پرون د شمالي کارولینا په شارلوت ښار کې پر امنیتي ځواکونو د ډزو له امله د امریکا د مارشال مرستیال په ګډون ۴ امنیتي سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د امریکایي چارواکو په وینا؛ دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې امنیتي ځواکونه د یوه تورن کس د نیولو لپاره سیمې ته تللي وو او د همدغه تورن کس له استوګنځي پرې ډزې شوي دي. د پېښې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي، چې له ډلې یې د یوه روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.