د هند په کیرالا ایالت کې د تودوخې کچې د لوړېدو له امله د دوشنبې تر ورځې ټول ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي او په ساحلي سیمو کې له خلکو غوښتل شوي، چې په لمر کې کم وګرځي او په ځنګلونو کې د اور لګېدو د مخنیوي لپاره احتیاط وکړي. سره له دې، چې د هند ډېری برخې د تودوخې له لوړې کچې سره مخامخ دي؛ خو د دغه هېواد د هوا پېژندنې ادارې له اپریل تر جون میاشتې د تودوخې درجې د بې ساري لوړېدو وړاندونیه کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې په هند کې عمومي ټاکنې روانې دي او د رایه ورکوونکو شمېرو کې د پام وړ کموالی لیدل شوی دی.