د ترکیې د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې له اسراییلو سره به یې تر هغه وخت پورې ټولې سوداګریزې اړیکې ځنډول شوې وي، چې تر څو پورې یې غزې ته د مرستو د انتقال اجازه نه وي ورکړي. د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کاټز د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تورن کړی چې د اسراییل د صادراتو او وارداتو په بندولو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ تړونونه مات کړي دي. ترکیې د اپریل په میاشت کې اعلان وکړ چې اسراییلو ته یې صادرات محدودي کړي.