د پاکستان د پانګونې او د دولتي شتمنیو د خصوصي کولو وزیر د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د پاکستان نړۍوال هوایي شرکت پي ای اې د پلورلو نېټه یې ځنډولې ده. د پاکستان د پانګونې او د دولتي شتمنیو د خصوصي کولو وزیر عبدالعلیم خان په یوه اعلامیه کې ویلي، چې لسو شرکتونو له وړاندې د دغه هوایي شرکت پیرلو ته لیوالتیا ښودلې وه. بلومبرګ نیوز پرون راپور ورکړی چې پاکستانی سوداګر عارف حبیب او د هوایی چلند شرکت ګیري ګروپ د هغو لسو داوطلبانو په ډله کې وو چې د پاکستان نړۍوال هوایی شرکت کې د اکثریت ونډې اخیستو په لټه کې دي. د پاکستان حکومت مخکې ویلي وو، چې د پیسو د نړیوال صندوق له خوا د اصلاحاتو د یوې برخې په توګه یې د دغه هوايي شرکت یوه لویه برخه ونډې پلوري.