د ملتونو ورځ د نړۍ په ډېری هغو هېوادونو کې ځانګړی ارزښت لري، چې د بېلابېلو ملتونو څخه جوړ شوي وي. دغه ورځ د چین په ګډون په ډېرو هېوادونو کې په ډېره لېوالتیا سره نمانځل کیږي. نن په چین کې د روان ۲۰۲۴ کال د ملتونو ورځ؛ د نړۍ د ګڼو هېوادونو د ژورنالیستانو له خوا د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. په دې مراسمو کې د اسیایي او افریقايي هېوادنو ګڼو ژورنالیستانو ګډون کړی و. ځینو ګډونوالو دملتونو د ورځې او د خپلو هېوادونو د ملتونو د دود او کلتور په اړه خبرې وکړې او دغه ورځ یوه ارزښناکه ورځ وبلله. یادو ژورنالیستانو له چین هېواد څخه مننه وکړه او وویل؛ چې چین تل د نړۍ د ملتونو د یوالي لپاره کار کوي.
هر هېواد او ملتونه بېلابېل دود او کلتور لري، همدې دود او کلتور نه ملتونو ښه پېژندل کیږي، نو د مراسمو ډېری ګډونوالو ملي او دودیزې جامې اغوستې وې او دغه راز د خپل هېواد ملي دوديز خواړه یې هم تیار کړي وو، چې په دې سره د خپل هېواد دود او کلتور یې نندارې ته وړاندې کړل.
د مراسمو په پای کې ژورنالیستانو د ملتونو د یوالي لپاره کار کول خپله دنده او مسوولیت وباله. ددوی په خبره په دې برخه به له هېڅ راز هڅو لاس نه اخلي. یاد مراسم د ځینو ژورنالیستانو په دودیزې نڅا سره پای ته ورسېدل.