ولادیمیر پوتین د پنځم ځل لپاره د روسیې د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره او د نوموړي د تېرې دورې د کابینې غړو له خپلو دندو استعفا وکړه. پوتین د کرملین په ماڼۍ کې د خپلې لوړې په مراسمو کې وویل چې د روسیې د اتباعو حقونو او آزادیو ته درناوی لري. نوموړی د روان کال د مارچ میاشتې په ولسمشریزو ټاکنو کې وتوانید چې د نږدې ۸۸ سلنه رایو په ګټلو سره خپلو دریو سیالانو ته ماتې ورکړي او یو ځل بیا د شپږ کلنې دورې لپاره په واک کې پاتې شي. د روسیې د قانون له مخې ولسمشر باید تر لوړې دوې اونۍ وروسته نوې کابینه اعلان کړي او دغه راز د لومړي وزیر څوکۍ لپاره هم کس وګوماري.