د بریتانیا پولیسو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې یې د افغانانو په شمول د پناه غوښتونکو نیول پیل کړي او غواړي روانډا ته یې ولېږي. برتانوي رسنیو لیکلي چې لسګونه پناه غوښتونکي تر دې دمه نیول شوي او توقیفځایونو ته انتقال شوي. د ګارډین ورځپانې د یوه خبر په خپرولو سره ویلي، چې پولیسو په ګلاسګو، لیورپول، برمنګهم او بریسټول ښارونو کې د پناه غوښتونکو په استوګنځایونو چاپې وهلي او هغوی یې نیولي دي. راپورونه وایي چې افغانان، سوریایان او سوډانیان هغه خلک دي چې تر ډېره روانډا ته د لېږلو له خطر سره مخ دي. د یادونې ده چې د بریتانیا پارلمان د اپرېل په ۲۲مه د روانډا ته د پنا غوښتونو د استولو لایحه تصویب کړه چې ورسره حکومت هم روانډا ته د ناقانونه پناه غوښتونکو د استولو لپاره هڅې زیاتې کړي دي.