د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د دې هېواد استخباراتي ادارې ډېرې ناپوهه دي او پر دې یې سر سم نه دی خلاص چې ایران څومره لوی ګواښ دی. ولسمشر ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د امریکا د استخباراتو کسان باید له سره ښوونځي ته لاړ شي. نوموړي خبرداری ورکړی چې له ایران سره باید ډېر احتیاط وشي، ځکه دا هېواد اوس هم د امریکا لپاره یو جدي ګواښ دی. نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د امریکا استخباراتي ادارو په خپل یو وروستي راپور کې وویل، ایران اټومي بم نه جوړوي. د امریکا د سنا په غونډه کې د سي ای اې مشر جینا هسپل وویل، ایران په تخنیکي توګه تر اوسه د اتومي تړون هوکړې ته ژمن دی او سرغړونه یې ترې نه ده کړې. په راپور کې ویل شوي چې ایران له اټومي بم ورهاخوا په سیمه کې خپلې موخې لري او د تر لاسه کولو لپاره یې فعالیت کوي.