د اندونیزیا په لویدیځ کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۴۳ ته رسیدلی او په لسګونو کسان لادرکه دي. د شنبې د ورځې د څو ساعتونو سخت باران له امله د دغه هېواد د لویدیځ سوماترا ولایت له یو اور غورځوونکي غره څخه سړه لاوا او سیلاب جاری شوی او په دوو ولسوالیو کې یې سړکونه، کورونه او جوماتونه لاندې کړي دي. ژغورونکي لا هم د اګام او تانه دتار په ولسوالیو کې د ۱۵ ورکو شویو کسانو په لټه کې دي. په دغه سیمه کې په سلګونو زره خلک اوسیږي او د سیلاب له کبله تر شاوخوا سیمو ډیره ځپل شوې ده. د سیمې اوسیدونکو وویل چې د سخت باران په جریان کې له غره څخه پر ځینو کورونو او سرکونو باندې ډبرې لوېدلي دي.