د اسراییلو پوځ ویلي، چې پرون د غزې په شمال کې د د اسراییلو ټانک په ډزو کې د دوی پنځه سرتیري وژل شوي دي. پوځ ویلي، په دغه پېښه کې درې نور سرتېري ټپيان شوي دي. له دې سره په اکتوبر کې د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو اسراییلي پوځیانو شمېر ۲۷۳ ته رسېدلی دی. بل خوا، د امریکا اردو راپور ورکړ چې د غزې په ساحل کې د بشري مرستو رسولو موقتي بندر د جوړولو کار یې بشپړ کړی دی. دا بندر غزې ته د بیړنیو بشري مرستو رسولو لپاره مهم بلل شوی دی. د امریکايي مرکزي قومندانۍ ویلي، چې د مرستې لارۍ به په راتلونکو ورځو کې ددغه بندر په لور حرکت پیل کړي او ملګري ملتونه به د دغو مرستو د ویشلو او همغږۍ د چارو مسوولیت ولري.