د پاکستان د پنجاب په خوشاب سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۴ تنه مړه شوي او ۱۲ نور ټپيان دي. ځایي چارواکو ویلي، دغه کسان ټول د یوې کورنۍ غړي وو. ویل شوي، چې په مړه شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د پنجاب د ژغورنې ادارې ویاند فاروق احمد ويلي، دا پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه چې د پنج پير مناوان سړک سره نږدې د يوې مازدا لارۍ بریکونو کار پرېښود او واوښت.