د راپورونو له مخې د اوکراین په شمال ختیځ خارکیف سیمه کې د یکشنبې په ورځ د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي. د روسي ځواکونو له خوا په دغه سیمه کې په دې وروستیو کې پراخ پوځي عملیات پیل شوي دي. د یکشنبې په ورځ لومړی برید د خارکیف څخه بهر په تفریحي سیمه کې کې شوی، چې پنځه تنه پکې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې د ورځې په اوږدو کې د کوپیانسک ولسوالۍ په دوو کلیو کې هم د بریدونو په پایله کې پنځه تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.