د امريكا په شمالي او ختيځو سيمو كې سړې هوا ۲۰ كسان وژلي دي. د هوا سوړوالى، چې تر منفي ۱۷ درجو هم ثبت شوى، په ډېرى زيانمنو شوو ايالتونو كې د پرله پسې درېيو ورځو لپاره د ښوونځيو د رخصتېدو سبب شوى دى. سړه هوا، چې باد هم ورسره ملګرى دى، اوس مهال د امريكا د شمال ختيځو ايالتونو په لور روانه ده او ژر به د ماساچوست ايالت بوسټن ښار ته ورسېږي. وړاندوينې ښيي، چې راتلونكې اونۍ به هوا بېرته ګرمه شي او د شيكاګو په څېر په يخ ځپلو سيمو كې به مثبت ۱۰ درجو ته ورسېږي.