د امریکا په منځنۍ لویدیځه برخه کې د توپان له امله لسګونو کسانو ته د مرګ ژوبلې له اوښتلو وروسته په دغه سیمه کې د نورو توپانونو د راتلو وړاندوینه شوې ده. تېزو بړبوکیو د ایوا ایالت په ګرین فیلډ ښارګوټي کې کورونه ویجاړ کړي، موټرونه یې چپه کړي او له کبله یې لږ تر لږه پنځه کسان مړه او ۳۵ نور ټپیان شوي دي. د اسوشیټډ پرس د راپور له مخې، پرون په ایوا کې یو ځل بیا د توپان له کبله د برېښنا پایې او ونې چپه شوي او د هوا پیژندنې ادارو په دغه ایالت او ورڅېرمه ایلنوای کې د شدید باران، ږلۍ او بوړبکۍ راتلو وړاندوینه کړې ده. په ایوا کې پرون سهار د لږ تر لږه ۵۰ زره کسانو برېښنا پرې شوې ده.