د اسیا او ارام سمندري سیمې د ۱۸ هېوادونو څخه ۲۱ خبریالانو له بېجینګ څخه فوجیان ته د یوې اونۍ لپاره سفر وکړ، دغه سفر د چین نړیوال تلویزیوني شبکې(CGTN)له خوا د یوې اونۍ لپاره تنظم شوی و چې په دې سفر کې د یادې شبکې ځینو مسوولینو او خبریالان هم ګډون کړی و.
خبریالانو فوجیان ولایت له چارواکو سره وکتل، چارواکو خبریالانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د فوجیان ولایت د تاریخي او سوداګریز ارزښت په اړه خبرې وکړې، وروسته خبریالانو د دغه ولایت فوجو، نینګ ده، فو چینګ، چوان جو او شیا من به کډون ځینو ښارونو او سمیو ته سفرونه وکړل.
خبریالانو په یادو سیمو کې له تاریخي ښارونو، کلیو او موزیمو څخه لیدنه وکړه او تاریخي اثار او ابدات یې له نږدې وکتل، همدا رنګه ددغه ولایت له سوداګرزیزو شرکتونو او بندرونه څخه یې هم لیدنه وکړه او له مسوولینو سره یې وکتل.
دا چې فوجیان ولایت یو ساحلي ولایت دی نو ښکلي ټاپوګان هم لري، خبریالانو هم دغو ټاپوګانو ته سفرونه وکړل، د خبریالانو په وینا(د فوجیان ټاپوګانو ته یې سفر په زړه پورې و، له ټاپوګانو څخه یې لیدنه یو ښه خاطره او تفریح وه).
د اسیا او ارام سمندري سیمې دغو خبریالانو د چین حکومت او چین نړیوال تلویزوني شبکې(CGTN) له مسوولینو څخه مننه وکړه چې فوجیان ته د سفر زمینه ورته برابره کړې وه، دغه سفر یې د ژوند د ښو تجربو او خاطرو ټولګه وبلله. دغه شپږ ورځنی سفر پرون (شنبه) پای ته ورسېد او خبریال بیرته بېجینګ ته خپلو استوګنځایونو ته ستانه شول.