ایراني رسنۍ وايي د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان به د ايران د چارسمبالي ولسمشر محمد مخبر په بلنه ايران ته سفر وکړي. د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې، محمد مخبر له محمد بن سلمان سره ټیلفوني خبرو کې هغه ته تهران ته د ورتګ بلنه ورکړې. سره له دې چې ایران ته د محمد بن سلمان د ورتګ نېټه لا معلومه نه ده؛ خو له محمد مخبر سره یې په ټیلفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.