د اسیا او آرام سمندر سیمې هېوادونو خبریالانو د چین په مرکز بېجینګ کې د چین نړیوال خپرندوی ګروپ (CICG) له مسوولینو سره وکتل، په دې کتنه کې د یاد ګروپ مسوولینو خبریالانو ته د چین نړیوال خپرندوی ګروپ په اړه مالومات ورکړل او وویل چې دغه ګروپ نړۍ ته د چین ورپېژندلو په موخه جوړ شوی دی، ددوی په خبره دغه ګروپ هڅه کوي چې د کتابونو، مجلو او وېبپاڼو له لارې خلکو ته د اوسني چین د پرمختګ، اقتصاد، کتلور او د چین بنسټیزو حقایقو په اړه مالومات وړاندې کړې.
د چین نړیوال خپرندوی ګروپ د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې لکه امریکا، کاناډا، برېټانیا، المان، فرانسه، روسیه، مصر، ترکیه، جاپان او نورو هېوادونو کې څانګې لري، د مسوولینو په خبره دغه ګروپ په ۴۰ (چنایي، انګلیسي، فرانسوي، روسي، عربي او نورو) ژبو نړۍ ته چین ورپېژني او تردې دمه یې ګڼل کتابونه او مجلې چاپ کړې دي او دنړۍ تر ګوټ ګوټ ته رسېدلي دي.
خبریالانو د چین نړیوال خپرندوی ګروپ له ګالرۍ څخه هم لیدنه وکړه او ددغه ګروپ فعالیتونه یې د عکسونو او ویډیوګانو په بڼه هم ولیدل، خبریالانو د یاد ګروپ هڅې او فعالیتونه وستایل او د لا بریاووه هیله یې ورته کړه.
د لیدنې په پای د د چین نړیوال خپرندوی ګروپ مسوولینو د خبریالانو څخه د مننې ترڅنګ د ګډې همکارۍ غوښتنه وکړه، خبریالانو هم د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.