په هند او بنګله دېش کې د زورور توپان له امله ۲۱ تنه مړه شوي او زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي. د بنګله دېش د طبیعي پېښو د چارو وزیر محب الرحمن ویلي، په دغه هېواد کې د توپان له امله ۱۰ کسان مړه شوي دي. د نوموړي په خبره؛ دغه مړه شوي کسان یو شمېر یې په اوبو کې ډوب شوي او پاتې نور یې د کورونو د ودانیو لاندې شوي دي. د راپور له مخې، د توپان له امله ځیني کلي ویجاړ شوي، د کورونو چتونه غورځېدلي او د برېښنا مزي پرې شوي دي. د بنګله دېش د طبیعي پېښو د چارو وزیر ویلي، چې د توپان له امله په ټوليزه توګه ۳۷ لکه خلک اغېزمن شوي او ۳۵ زره ۴۸۳ کورونه ويجاړ شوي دي. له بلې خوا د بنګله دېش د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې دغه وژونکی توپان تر ټولو اوږد مهاله او د اقلیم د بدلون نښه بلل شوې ده.