د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي او د بلجیم لومړي وزیر الکساندر ديکرو امنیتي هوکړه لاسلیک کړې ده. د دغې امنیتي هوکړې له مخې به بلجیم په روان کال کې له اوکرایین سره ۹۷۷ میلیونه یورو مرسته کوي او له مخې به یې، بروکسل په راتلونکو لسو کالو کې له کییف ملاتړ کوي. د یادونې ده چې زیلېنسکي د دغې هوکړې د لاسلیک لپاره د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته تللی و. روسیې تر اوسه د دغې هوکړې په اړه غبرګون ښودلی نه دی.ورته مهال د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ بیا ویلي، چې د اوکرایین له خوا د روسیې پر خاورې برید لپاره د لویدیځو وسلو کارولو پر وړاندې ځينې خنډونه او محدودیتونه دې لرې شي.