د سعودي عربستان دولتي رسنیو ویلي، چې سلمان بن عبدالعزیز، غزه کې د مړه شویو، بندیانو او ټپیانو د کورنیو زرو غړو ته د حج فریضې ادا کولو بلنه ورکړې ده. سعودي عربستان چې د اسلامي نړۍ د رهبرۍ حساب پرې کېږي، د اسراییلي بریدونو پر وړاندې یې محتاطانه دریځ د ډېری مسلمانانو له لوري له نېوکو سره مخ شوی. په ټوله کې له سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو تمه داده چې د اسراییلو سیاسي او پوځي ملاتړي امریکا سره دې پر ستراتېژېکې ملګرتیا له سره کتنه وکړي.