د امپراطورۍ لروغونې ماڼۍ چې د لرغوني منع شوي(ممنوعه) ښار یا د ماڼۍ موزیم په نوم شهرت لري د چین د تاریخ او کلتور د عضمت او بډایتوب نښه ده، دا ماڼۍ د چین په مرکز بېجینګ کې موقعیت لري چې پخوا د پنځلسمې پېړۍ په لومړیو کې د (مینګ) امپراطورۍ په وخت کې جوړه شوې ده او ۵۰۰ کاله د امپراطوریو مرکز و.
دغه د ښار د جوړلو چارې په (۱۴۰۶) کال کې پیل او په (۱۴۲۰) کال کې پای ته ورسېدلې، د مالوماتو له مخې، دغه ښار په ۱۸۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی چې ۹۸۰ ودانۍ او ۷۰ لوی تالارونه لري، د معمارۍ ډیزاین یې د چنايي دودیزو معماریو یوه غوره نمونه او بېلګه بلل کیږي.
دغه ښار یا موزیم په سلګونه تاریخي آثار، ابدات، لرغوني کتابونه، نسخې او تاریخي اسناد لري چې دا د چین تېر تاریخ عضمت او برم ښه په ډاګه کوي، د اثارو او ابداتو پرمخ ځانګړي نقاشي، خطاطي او رنګونه د چین لرغوني کلتور سره ژورې اړیکې لري.
دامراطورۍ ماڼۍ اوس په نړۍ کې د چین یو ستر تاریخي ارزښت بلل کیږي، د همدې ارزښت په اساس دغه ماڼۍ د یونیسکو سره د تاریخي میراثونو په لیست کې شامله ده. د یادې ماڼۍ لیدو ته د ورځې سلګونه بهرنیان سیلانیان راځي، غواړي چې د ماڼۍ جوړښت، تاریخي ابدات او آثار یې له نږدې وګوري.
د چین حکومت دغه لرغوني ښار یا ماڼۍ ته د یو تاریخي او کلتوري میراث په حیث ورته زیاته پاملرنه کوي، د ماڼۍ یا موزیم ثابت پاتې کېدو لپاره دمګړۍ یې د بیا رغونې پرژوې په کار اچولې دي، د یادوله ده چې دغه تاریخي ښار او موزیم ته د ورځې د چینايي وګړو په ګډونه زرګونه بهرني سیلانیان لري.