د پاکستان د پلازمېنې اسلاماباد په ځنګلونو کې اور لګېدلی. د راپورونو له مخې د ګرمې هوا له امله دا اور لګېدلی، خو تراوسه د دغه هېواد چارواکو دا خبره نه ده تایید کړې. په اسلاماباد کې امنیتي چارواکو ویلي، چې تراوسه څرګنده نه ده چې دا اور د تودې هوا له امله لګېدلی، که چا قصداً دې ځنګلونو ته اور ورته کړی. د اسلاماباد پولیسو ویلي، د پېښې په اړه یې څېړنې پيل کړې دي.