رویټرز خبري اژانس د اسراییل د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو د بهرنۍ پالیسۍ د سلاکار، اوفر فالک په حواله راپور ورکړی چې بنیامین نتنیاهو د جوبایډن له لوري د اوربند د تامین او یرغمل شویو د خوشې کولو وړاندیز شوې طرحه منلې خو په خبره یې، دغه طرحه ډېر کار ته اړتیا لري. په راپور کې د اوفر فالک په حواله دغه راز لیکل شوي چې اسراییل غواړي ټول یرغمل شوي ژر تر ژره خوشې شي. تر دې وړاندې د بنیامین نتنیاهو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و چې د حماس تر لمنځه وړلو وړاندې به غزه کې اوربند ټینګ نشي.