د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د یاد وزارت د ریل پټلۍ ریاست د مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي په اردن کې د منځني ختیځ د سیمې په کلنۍ ناسته کېګډون کړی دی. د مالوماتو له مخې په دې غونډه کې په بندرونو کې د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد پر چټکتيا او زياتوالي، د سيسټمونو پر برېښنايي کېدو او رېل پټلۍ ته پر زياتې پاملرنې ټینګار شوی دی. د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه وايي، رېل پټلۍ له هېواده بهر د توکو د لېږد تر ټولو ارزانه لار ده او باید په دې برخه کې زیاته پانګونه وشي. بلخوا د صنعتکارانو ټولنه پر دې باور ده چې، اوسمهال ډېره سوداګري د حيرتان، تورغونډۍ او اقینې د رېل پټلیو له لارې ترسره کېږي او اړیتا ده چې، د افغان- ټرانس پروژې کار بشپړ شي، تر څو منځنۍ اسیا له سوېلي اسیا سره وصل شي.