کلاډیا شینباوم په ټاکنو کې تر بري وروسته د لومړۍ ښځینه ولسمشرې په توګه وټاکل شوه. اغلې شینباوم د اقلیم څېړونکې او د مکسیکو ښار پخوانۍ ښارواله ده. د ټاکنیزو چارواکو د لومړنیو اټکلونو له مخې، نوموړې شاوخوا ۵۸-۶۰ سلنه رایې ګټلې دي. دا د مکسیکو د ډیموکراسۍ په تاریخ کې د رایو ترټولو لوړه سلنه ده. د ۱۲۹ میلیون نفوس لرونکي دغه هسپانوي ژبې هېواد کې شاوخوا ۱۰۰ میلیونو خلکو د رایې اچونې لپاره نوم لکینه کړې وه.