د غور ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت په ۳ ولسوالیو کې له ۹ زره او ۳۱۰ اړمنو او سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرستې شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه مرستې د خوړو نړیوال پرورګرام له لوري د ورلدویژن موسسې په تخنیکي همکارۍ ترسره شوې دي. د غور د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په دې مرسته کې اوړه، غوړي، دال نخود، مالګه او نور خوراکي توکي شامل دي. د یو بل خبر له مخې د هندز – افغانستان موسسې په مالي ملاتړ هم د غور په مرکز فیروزکوه کې پر ۱۳۵ سیلابځپلو کورنیو مرستې وېشل شوې دي.