د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ویلي، چې د اوکراین د زاپوریژیا په اټومي بټۍ کې د کار بیا پیل به ښايي خطرناک کار وي. زاپوریژیا هغه سیمه ده چې د اوکراین او روسیې تر منځ د جګړې په لومړیو کې د روسي ځواکونو لاس ته ولوېده. ګروسي پرون ویلي، چې په زاپوریژیا کې وضعیت کړکېچن دی او د دې بټۍ د فعالیت بیاپیل به خوندي نه وي. نوموړي زیاته کړې، چې د دې بټۍ د خوندیتوب او امنیت ټول ۷ عناصر یا پوره یا په یوه ډول سره زیانمن شوي دي. دا په داسې حال کېده، چې د جګړې دواړو ښکېلو خواوو پر یوبل تور لګولی چې د زاپوریژیا اټومي تاسیساتو ته یې د توغندیو او ډرونونو په حملو کې زیان اړولی دی.