په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسوولینو، د کډوالو نړیوال سازمان له استازي خان محمد سلطاني سره کتلي دي. د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د همکارۍ پر څرنګوالي او زیاتوالي خبرې شوې دي. د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسوولین وایي، د دې ادارې یو لړ غوښتنې او اړتیاوې یې د کډوالو نړیوال سازمان له استازي سره شریکې کړې دي او د همکارۍ غوښتنه یې کړې ده. په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان استازي هم په خپلو خبرو کې، د حرفوي زده کړو په برخه کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.