د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون په یوه خبرې غونډه کې ویلي، چې مسکو د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان د غړیتوب ملاتړ کوي. هغه ټینګار کړی چې د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان غړیتوب لپاره اړتیا ده چې د دغه هېواد په اقتصاد کې نسبي نظم راوستل شي. د شانګهای همکاریو سازمان چې د چین او روسیې په ګډون، د سیمې له هېوادونو جوړ شوی، د اقتصادي او سیاسي همکاریو په برخه کې د سیمې په کچه یو مهم سازمان دی. د اقتصادي چارو یو شمېرکارپوهان د شانګهای همکاریو سازمان اقتصادي ارزښت ته په اشارې وايي، که په دغه سازمان کې افغانستان ته غړیتوب ورکړل شي، اړتیا ده چې په ورته نورو سازمانونو کې هم د افغانستان حضور لپاره اسانتیاوې برابرې شي.