د پاکستان د ګوجرانوالې، سیالکوټ، ناروال، خوشاب او پنجاب په ګډون په بېلابېلو سيمو کې د ګڼو بارانونو او چټګ توپان له امله شپږ تنه مړه شوي او ۴۰ نور ژوبل دي. پاکستاني رسنیو ويلي، پرون د پنجاب په ځینو سیمو کې د دیوالونو او چتونو نړېدو له امله دغه مرګ ژوبله اوښتې. د راپورونو له مخې په ګوجرانواله کې د دیوالونو او چتونو د نړېدو له امله د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه مړه او اووه نور ژوبل شوي. ويل کيږي، په خوشاب ولسوالۍ کې د باران، ږلۍ او تندر غورځېدو پېښې دوه وروڼه مړه کړي. د پاکستان د هواپوهنې ادارې ويلي، چې د پاکستان په لوړو او مرکزي سيمو کې به راتلونکي درې ورځې د پنجاب په زياتو ښارونو کې له بارانه وروسته چټک توپان او دوړي هم وي.