د امریکا ولسمشر په پاریس کې له خپل اوکرایني سیال سره په کتنه کې، له کییف سره د واشنګټن د ۲۲۵میلیونو ډالرو نوې مرستې خبر وکړ. جو بایډن ویلي، چې په دې مرستو کې تر ډیره مهمات شامل دي. دا مرستې د توغندیو د سیستم د پیاوړتیا او د اوکراین دفاعي وړتیا د زیاتولو لپاره برابریږي. بایډن تېره میاشت اوکراین ته د امریکا د ۶۱ میلیارد ډالرو په ارزښت مرستې تصویب کړې وې. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر پرون په پاریس کې له زیلنسکي څخه له دې امله بښنه غوښتې چې د امریکا مرستې ورته په ځڼډ رسیدلې دي. جو بایډن زیلنسکي سره په لیدنه کې ویلي، چې د مرستو دغه بسته له اوکراین سره د امریکا د ملاتړ ژمنتیا ښيي.