ټاکل شوې نن په تهران کې د چین، روسیې، پاکستان او ایران هېوادونو د استازو په حضور سره د مسکو فارمټ شپږمه غونډه جوړه شي. تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو چې په دې غونډه کې به د دوحې دریېمې غونډې لپاره د چمتووالي په تړاو بحثونه وشي. خو په دغه غونډه کې د افغانستان د سرپرست حکومت د استازي ګډون تر اوسه نه دی روښانه شوی. په تهران کې د افغانستان د وضعېت په تړاو د مسکو فارمټ غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې ټاکل شوې تر راتلونکو دریوو اونیو د افغانستان په اړه د دوحې دریېمه غونډه جوړه شي.