د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویلي، اوکراین کې د جګړې ګټلو لپاره اټومي وسلو کارولو ته اړتیا نه لري، خو د اورپا او امریکا ګډې وسلې به له روسیې سره په اټومي مقابله کې هیڅ ډول سیالي ونه کړي. رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، د اټومي وسلو په اړه د پوتین خبرې وروسته له هغې راپورته شوې، چې امریکا اوکراین ته اجازه ورکړه، څو روسیه کې د نظامي اهدافو په نښه کولو کې له امریکايي وسلو کار واخلي. پوتین دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې نوموړي څه موده وړاندې خبرداری ورکړی و، هر هغه څوک چې د روسيې د ځمکنۍ بشپړتيا خنډ ګرځي، له خپل ټول قوت سره به يې پر وړاندې اقدام وکړي.