د افغانستان بانک سرپرست، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې ویلي، چې د افغانستان بانک ژمن دی د هېواد ټولو برخو ته مالي خدمتونه ورسوي. د افغانستان مسوولین وایي، د هېواد اوسنیو شرایطو ته په پام کې نیولو سره مقرره جوړه شوې، چې په پلي کېدو سره به یې خلک وکولای شي، په آسانه توګه کوچني پورونه تر لاسه کړي. د مسوولینو په خبره کوچنیو پورونو ته د خلکو لاسرسی د بېوزلۍ کچه راټیټوي او د دندو په رامنځته کولو کې مرسته کوي. بلخوا روزا اوتونبایوا هم په خپلو خبرو کې، مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی، ګټور بللی او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.