د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، چې مسکو او تهران د دوه اړخیزو همکاریو هوکړې ته دوام ورکوي او د خپلو اړیکو د لاپراخولو پلان لري. له دې وړاندې د روسیې دولتي خبري اژانس راپور ورکړی و چې دا هوکړه د ایراني شریکانو د ستونزو له امله د لنډې مودې لپاره ځنډول شوې ده. بل پلو، په مسکو کې د ایران سفیر کاظم جلالي بیا ویلي چې دا خبره پرځای نه ده. دا په داسې حال کې ده، چې په اوکرایین کې د جګړې له پېل سره هممهاله روسیې له ایران سره خپلې سیاسي، سوداګریزې او پوځي اړیکې پراخې کړې دي چې امریکا او اسراییل یې د اندېښنې وړ بولي.