یمن ته نږدې د یوې کښتۍ د ډوبېډو پېښه کې ۴۹ تنه مړه شوي او ۱۴۰ نور نادرکه دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا ای او ایم، اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، په مړو کې ۳۱ ښځې او ۶ ماشومان شامل دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مالوماتو له مخې په کښتۍ کې له ۲۶۰ کسان سپاره وو ، چې ۴۹ یې مړه او نږدې ۱۴۰ نور یې نادرکه دي. دې کښتۍ د یکشنبې په سهار د سومالیا باسوسو څخه حرکت وکړ، چې د دوشنبې په ورځ د یمن سویلي ولایت شبوه ته نږدې ډوبه شوه. د لومړنیو مالوماتو له مخې په کښتۍ کې سپاره ۱۱۵ د سومالیا او ۱۴۵ نور د ایتوپیا هېواد اوسېدونکي وو.