د ملګروملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ یا ( یواینایچسيآر) په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې تېره میاشت په نړۍ کې دومره ډېر کسان د جګړې، شخړو، تاوتریخوالي او ځورونې له امله له خپلو سیمو بې ځایه کېدو ته اړ شوي، چې تردې وړاندې یې ساری نه دی لیدل شوی. یواینایچسيآر وایي، په تېره مې میاشت کې په نړۍ کې ۱۲۰ میلیونه کسان بې ځایه شوي چې دا د تېر کال پرتله نژدې ۱۰ سلنه زیاتوالی ښیي. د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ په خبره، له څه باندې دوه درېیمه برخه بې ځایه شوي کسان په کور دننه بې ځایه شوي کډوال دي. په دې راپور کې دغه راز په نړیواله کچه د بې ځایه شویو افغانانو شمېر نږدې ۱۰،۹میلیونه ښودل شوی او ویل شوي چې نږدې ټول په خپل هېواد کې دننه یا په ګاونډیو هېوادونو کې اوسېږي