د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وايي، یوه اوربند ته له رسېدو مخکې باید اوکراین له هغو سیمو پوځونه په شا کړي، چې روسیه وايي، په خپله خاوره پورې یې ضمیمه کړې دي. خو د اوکراین ولسمشر بیا دا وړاندیز د هټلر هغه ته ورته ‘ضرب الاجل’ بللی. ویلادیمیر زېلینسکي پخوا ویلي، اوکراین به تر هغو پورې له روسیې سره مذاکرات و نه کړي، چې د کرایمیا په ګډون له ټولو اوکراییني سیمو روسي پوځیان وتلي نه وي. د روسیې ولسمشر دغه راز ویلي، د سولې خبرو له پیله مخکې باید اوکراین په ناټو سازمان کې له ګډون کولو هم لاس پر سر شي. پوتین د اوربند لپاره خپل شرطونه داسې مهال اعلانوي، چې د شنبې په ورځ په سویټزرلنډ کې د ۹۰ هېوادونو مشران په اوکراین کې د سولې لارو، چارو لټون په هکله د بحث لپاره یو ځای کېږي، خو دې غونډه ته روسیه نه ده بلل شوې.