د چمن پرلت کوونکو ټینګار کړی، چې د پاکستان ځپوونکو اقداماتو ته به تسليم نهشي. دوی وایي، د چمن – سپين بولدک پر دروازه له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ يې غوښتنه ده او له دې غوښتنې به تېر نهشي. دا په داسې حال کې ده چې، د پاکستان امنیتي ادارو تېره ورځ د چمن يو شمېر اوسېدونکي چې، د وروستي لاريون پر مهال یې نيولي وو خوشي کړل؛ خو د پرلت پنځه مشران لاهم د بلوچستان زندان کې بندیان دي. د پرلت یو شمېر غړي له دوی سره کېدونکی چلن استعماري بولي او ټینګار یې دا دی چې، څوک به یې د مبارزې لوری بدل نهکړي. د پښتونخواه او بلوچستان ملتپال او مذهبي سیاستوال د چمن پر پرلت کوونکو د روانې میاشتې پرلهپسې بریدونه او چاپې غندلي او د پاکستان له حکومته غواړي چې د تاوتریخوالي پرځای د خبرو له لارې د چمن د اوسېدونکو ستونزه حل کړي.