د امریکا د ولسمشر مرستیالې کمیالا هاریس د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره کتلي دي، نوموړې په دې لیدنه کې زیلینسکي ته د امریکا د دوامداره ملاتړ ډاډ هم ورکړی دی. هاریس دغه راز د اوکراین د انرژۍ سکتور او د بشري وضعیت د ښه کیدو لپاره د ۱.۵ میلیارد ډالرو د مرستې خبر هم ورکړی دی. په دې یونیم ملیارده ډالرو کې ۵۰۰ میلیونه ډالر د انرژۍ سکتور د بیارغونې لپاره په نظر کې نیول شوي او دغه راز د امریکا له پخوانیو مرستو به هم ۳۲۴ میلیونه ډالر د انرژۍ زیربیناوو د جوړولو لپاره ولګول شي. د مالوماتو له مخې د امریکا لخوا تازه مرسته شوې پیسې به د میلیونونو اوکراینیانو لپاره د خواړو، روغتیایي خدمتونو، سرپناه او اوبو برابرولو لپاره هم ولګول شي.