د سرپرست حکومت ویاند وايي، چې د سرپرست حکومت استازي د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوي او هلته به د افغانستان له موقف او دریځ څخه استازیتوب وکړي. نوموړي دغه ناسته د افغانستان لپاره ګټوره بللې. نوموړي ویلي، چې سرپرست حکومت د دوحې دریمې ناستې اجنډا له څېړنې وروسته دې ناسته کې د ګډون پرېکړه کړې. د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو له لوري دوحه کې جوړېدونکې درېیمه ناسته به د روانې جون میاشتې په ۳۰ مه نېټه تر سره شي، چې د افغانستان په تړوا په کې پر یو شمېر مهمو مسایلو خبرې اترې کېږي.