د راپورونو له مخې په سعودي عربستان کې د حج د مراسمو پر مهال د سختې ګرمۍ له امله ۱۴ اردني اتباع مړه شوي دي. د اردن د بهرنیو چارو وزارت هم دا خبر تاید کړی او زیاته کړې یې ده، چې د دې هېواد ۱۷ نوراتباع لادرکه هم دي. د اې ایف پي خبري اژانس بیا په یوه راپور کې ویلي، چې د ایران سرې میاشتې هم تایید کړې چې پنځو ایراني حاجیانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، خو دا یې نه دي ویلي چې څنګه مړه شوي دي. د اردن چارواکو ویلي چې د ورکو شویو کسانو لټون دوام لري. د سعودي عربستان چارواکي وايي، چې سږکال له ۱،۸ میلیونو څخه زیات کسان حج ته ورغلي دي.