چین ته د چین نړیوالو رسنیو د اړیکو مرکز یا (CIPCC) له خوا بهرني رابلل شوي خبریالان به د چین د شینجیانګ ولایت څخه لیدنه وکړي، دغه سفر چې د چین له مزکز بېجینګ نه شینجیانګ ته د چین نړیوالې تلویزوني شبکې یا (CGTN) له خوا تنظیم شوی دی شپږ ورځې به دوام وکړي.
شینجیانګ د چین یو له لویو ولایتونو څخه دی، چې په کې د ګڼو ملتونو خلک ژوند کوي او د اوسېدونکو شمېر یې تر ۲۵ میلیونو پورې رسیږي، دغه ولایت زموږ د هېواد (افغانستان) د بدخشان ولایت سره هم ګډه پوله لري.
د CGTN مسوولینو خبریالانو ته دغه سفر د ارزښت په اړه مالومات وړاندې کړل او دغه سفر یې د دوی لپاره مهم وباله، یاد خبریالان چې چین ته د چین نړیوالو رسنیو د اړیکو مرکز یا (CIPCC) له خوا د آسیایي او عربي هېوادونو څخه په علمي سفر رابلل شوي دي، دوی به د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو سیمو څخه لیدونه وکړي.
خبریالانو د CGTN د مسوولینو څخه دوی ته ددغه سفر د زمینې له برابرولو مننه وکړه او وویل چې له شینجیانګ ولایت څخه لیدنه به دوی ته د ښو خاطرو او تجربو ټولګه وي، د یادولو ده چې دغه سفر به شپږ ورځې دوام وکړي او له شپږو ورځو وروسته به ټول خبریالان بېجینګ کې خپلو استوګن ځایونه ته راستانه شي.