د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې که چیرته مسکو خپل سرتېري د دوی له خاورې وباسي؛ نو پر سبا به ورسره د سولې خبرو ته کیني. خو نوموړي زیاته کړې، چې د روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین جګړه پای ته نه رسوي، نو اړینه ده چې مخه یې ونیول شي. د اوکرایین ولسمشر دا څرګندوني په سویزرلنډ کې د نږدې ۹۰ هېوادونو د پلاوو په یوه غونډه کې کړې دي. د هند په څېر ځینو هېوادونو چې له روسیې سره ښې اړیکې لري، د دې غونډې وروستۍ اعلامیه نه ده لاسلیک کړې.