د بې پولې ډاکترانو سازمان په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د روغتیا له سکتوره د دوامداره ملاتړ نشتوالي روغتیايي مرکزونه له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. یاد سازمان دغه راز زیاته کړې، چې ګڼ روغتیایي مرکزونه؛ لکه په مزارشریف کې حوزوي روغتون د کارکوونکو معاشونه نه شي ورکولی او هم د درملو، تېلو او اکسیجن د پېرلو وس نه لري. د بې پولې ډاکترانو سازمان دغه راز ویلي، چې دې ستونزو په تېره نوزېږو او ناروغو ماشومانو ته د صحي خدماتو پر وړاندې کولو کې روغتونونه تر ډېره پاتې راوستي دي.